پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو اقتصادي معاونیت: کور د ننه ۶۰سلنه اوړه تولیدېږي

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې افغانستان دامهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي. اقتصادي معاونیت نن دوشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د اوړو د تولید ۲۰۰ کارخونې فعال دي او ۲۵۰۰ کسان په دایمي توګه په کې په کار بوخت دي. خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو کارخونو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې. خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان په کلني ډول شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري چې ۳.۵ میلیون ټنه اوړه په کور دننه تولیدېږي. اقتصادي معاونیت همدارنګه ویلي، چې په کور دننه له ۳.۵ میلیون ټنه تولیدېدونکو اړو څخه یو میلیون ټن یې کارخونو او پاتې نور یې اطرافي ژرندو کې تولیدېږي. د یاد معاونیت پر خبره طالبانو د اوړو سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه له بهره د غنمو په وارداتو تعرفې کمې کړي او له هېواده یې د غنمو په قاچاق بندیز لګولی دی.

- Advertisment -spot_img