پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ژغورونکې طبي مرسته کړې

د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) د افغانستان په ۷ بېلابېلو سیمو کې ۳۱ روغتیايي مرکزونو ته ۸۳ میټریک ټنه اړین طبي توکي رسولي دي. دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه زیاته کړې؛ چې په دې باري کڅوړو کې، د اروپایي ټولنې (EU) لخوا یې مالي لګښت پر غاړه اخیستل شوی؛ بېړني کېټونه، جراحي سیټونه او نور اړین توکي شامل دي. سرچینې لیکلي، چې دا مرسته به په راتلونکو ۳ میاشتو کې د ۲۰ زره ناروغانو د درملنې لپاره بسنه کوي. دا مرسته داسې مهال افغانستان ته رارسېږي، چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې عام خلک له سختو روغتیایي ستونزو او د مناسبو روغتیایي خدماتو له نشتون سره مخ دي. عام افغانان تمه لري چې حاکم نظام به دوی ته پر وخت د روغتیایي خدماتو غم کوي او په دې برخه کې به د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

- Advertisment -spot_img