پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه بيا په دُرو وهل شوي

يو ځل بيا د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی،چې کابل کې د یوې ښځې په ګډون څلورو تنو ته د بېلابېلو جرمونو په تړاو تعزیري سزا ورکړل شوه. د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او د چهارآسياب ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې، د يوې ښځې په ګډون څلورو تنو ته د غلا، زنا او نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کابل د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان او د چهاراسیاب ابتدائیه محکمې درې کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او څلورم کس پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و. سترې محکمې زیاته کړې، چې یادې پرېکړې د یادې محکمې د مقام له تائيد وروسته پر متهمینو او مجرمینو تطبيق شوې دي.

- Advertisment -spot_img