پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اندونیزیا زلزله کې لسګونه تنه ټپیان شوي

په اندونیزیا کې د پېښو د مديريت ملي ادارې (BNPB) اعلان کړی، چې د یکشنبې په سهار د مرکزي سولاوېسي په سیمه کې د ریښتر په کچه د ۶ درجې زلزلې له امله لږترلږه ۲۹ کسان ټپیان شوي دي. د ادارې پر وینا، د ټپیانو له ډلې دوه کسان په ډېره نازکه روغتيايي حالت کې دي. زلزله د ۱۰ کيلومتره په ژوروالي کې شوې او د پوزو (Poso) په سیمه کې یې ډېرې ودانۍ لړزولي، چې د نږدې سيمو اوسېدونکو یې هم ټکانونه احساس کړي دي. د چارواکو په خبره، د ژغورنې او بېړنیو مرستو ډلې سیمې ته رسېدلي او د زیانونو د بشپړ اټکل چارې روانې دي. اندونیزیا د نړۍ په هغه سیمه کې پرته ده،چې د پاسفیک اور کړ (Pacific Ring of Fire) په نوم پېژندل کېږي. دا سیمه د ځمکې د قشر د څو سترو تخته‌ډولو د يوځای‌کېدو ځای دی، چې له همدې امله د زلزلو او اورشیندو پېښو شمېر په‌کې ډېر دی.

- Advertisment -spot_img