پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خلیلزاد: پاکستان د طالبانو مخالفین اسلام اباد ته ورغوښتي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د حکومت د مخالفو بهر مېشتو افغانانو د یوې غونډې کوربه دی. خلیلزاد دا د پاکستان له لوري یو ناسم او پاروونکی عمل بللی دی. بل لورته ځینو رسنیو ته یو شمېر غیر طالب سیاستوالو هم منلې، چې دوی پاکستان ته د یوې غونډې لپاره بلل شوي دي. تر اوسه دې غونډه کې د طالبانو د مخالفینو او غیر طالب سیاستوالو د ګډون هویتونه نه دي په ډاګه شوي، خو خلیلزاد ویلي داسې کسان هم په کې شته چې د طالبانو پرځول د «تاوتریخوالي» له لارې غواړي. ځینو سرچینو بیا ویلي، چې د دې غونډې ګډونوال به افغانستان کې پر بشرحقونو، د ښځو او نجونو پر روان حالت او د افغانستان پر سیاسي وضعیت خبرې وکړي. دا غونډه دا مهال ترسره کېږي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې غیر طالب سیاستوال هڅه کوي، له طالبانو سره یو جوړجاړي ته ورسېږي، له همدې امله پاکستان کې یادې غونډې ته خوشبین دي. بل لورته بیا یو شمېر افغان سیاسیون دا غونډه د هېواد په خیر نه بولي او زیاتوي پاکستان تل افغانستان لپاره شر غوښتی نو ځکه پرې باور نشي کېدای. دوی وایي ښایي بیا پاکستان له دې فرصته په استفادې افغانستان کې شته امنیت له خنډونو سره مخ کړي. افغان سیاسیون له طالبانو غواړي چې د خپلو مخالفینو سره یو تفاهم ته ورسېږي او له دا ډول غونډو یې را وګرځوي.

- Advertisment -spot_img