پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اګست ۱۵مه؛ ننګرهار کې لسګونه هټۍ د طالبانو بیرغ د نه لګولو له امله تړل شوې

په ننګرهار کې سرچینې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې څو هټۍ له هغې وروسته وتړلې چې د دې دلې د بیرغ له لګولو یې ډډه وکړه. سرچینو ویلي چې طالبانو د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۶۰ هټۍ تړلې دي. د سرچینو پر وینا، طالبانو له هټیوالو غوښتي وو چې د دوی د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت پر خپلو دوکانونو بیرغونه نصب کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په زور له کارګرو ماشومانو او زده‌کوونکو د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په جشن کې کار اخیستی دی. دې ډلې په بېلابېلو ښارونو کې خپل بیرغونه پر دوکانونو نصب کړي دي. د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه، چې په افغانستان کې دننه مشروعیت نه لري، د دې ډلې له خوا ونمانځل شوه.

- Advertisment -spot_img