پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

انیټا انانډ: روانو حالاتو ته په کتو له طالبانو سره د اړيکو عادي کول شوني نه دي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هممهاله د بشري حقونو د نقض زیاتېدل غندلي او ویلي، چې د بشري حقونو له خوندیتوب او د ټولګډوني حکومت له جوړېدو پرته له دې ډلې سره د اړیکو عادي کول شوني نه دي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې انیټا انانډ له قوله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوامداره ځپنې، د بشري حقونو سیسټماتیک نقض او د بنسټیزو ازادیو له منځه تلل غندلي دي. د اعلامیې له مخې، د طالبانو بیا واکمنېدو افغانستان شاته تمبولی او بنسټیزې ازادۍ په ځانګړې توګه د ښځو لپاره ازادۍ یې له منځه وړي دی. د اعلامیې له مخې، د مدني ټولنې د فعالیتونو فضا له منځه تللې او هر ډول ډيموکراټیک بیان یا ټولګډونی سیاسي مشارکت له منځه تللی دی. په اعلامیه کې راغلي: «طالبانو د خلکو د استازي حکومت جوړولو ته هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې. ترهګریز سازمانونه یو ځل بیا په بې‌ محدودیته چاپېریال کې فعالیت کوي، چې دا د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.» د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته، کاناډا له ۵۹ زرو څخه زیات افغان کډوال منلي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره د خوړو او تغذیې، بيړنيو روغتیایي خدمتونو، د څښاک پاکو اوبو، روغتیا ساتنې او ملاتړو خدمتونو په ګډون د حیاتي بشري مرستو لپاره له ۲۹۰ میلیون ډالرو څخه ډېرې پیسې ځانګړې شوې دي. د ياد وزارت پر وینا، په دې موده کې، کاناډا د روغتیا خدماتو او زده کړو په څېر د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۱۴۳ میلیون ډالرو څخه ډیرې پیسې ځانګړې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له څلورمې کلیزې سره هممهاله، دې ډلې د بشري حقونو د خوندیتوب او د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په تړاو د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

- Advertisment -spot_img