د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د افغانانو یوې ډلې د جرمني سفارت مخې ته د طالبانو پر ضد لاریون کړی. دوی له جرمني څخه غوښتي، چې له طالبانو سره هر ډول اړیکې پرې کړي او دې ډلې ته مشروعیت ورنه کړي. لاريونوالو ویلي، چې طالبان د زور او تاوتریخوالي له لارې واک ته رسېدلي او نه داخلي او نه هم نړیوال مشروعیت لري. دوی په خپله پرېکړهلیک کې څرګنده کړې، چې طالبانو د ښځو او نجونو اساسي حقوق تر پښو لاندې کړي، هغوی له زدهکړې، کار، ټولنیز مشارکت او عامه خدماتو څخه محروم کړي دي. همدا راز، طالبانو د جنسیتي اپارتاید، فراقانوني وژنو، قومي پاککارۍ او د ازادیو د ځپلو سیاستونه پلي کړي دي. لاریونوالو له جرمني او اروپايي ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره هر ډول اړیکې پرې کړي او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او نړیوالو جنایتونو له امله د دې ډلې مشران عدلي تعقیب ته وسپاري. همدا راز، دوی ټینګار کړی، چې اروپايي هېوادونه باید د افغانانو لپاره خوندي مهاجرتي لارې برابرې کړي او له مدني فعالانو او بشري حقونو د مدافع بنسټونو سره سیاسي او مالي ملاتړ وکړي. دغه لاریون د طالبانو لهخوا د افغانستان د نیولو څلورمې کلیزې په مناسبت ترسره شوی دی.



