طالبانو د ۲۰۲۲ م کال په مارچ مېاشت کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو پرېکړه لغوه کړه او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل. ورپسې یې د ۲۰۲۲ م کال په ډسمبر مېاشت کې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. اوس مهال افغانستان د نړۍ یواځنی هېواد دی، چې نجونې په کې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې دي. د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل د زرګونو افغانو نجونو هیلې مړاوې کړې دي. د طالبانو د واکمنۍ په څلورو کلونو کې د افغانستان د ښځو وضعیت له خورا کړکېچن حالت سره مخ دی؛ د زده کړو، کار، رسنیو او مدني فعالیتونو په برخه کې د ښځو حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بشپړ بندیز نه یوازې د زرګونو زدهکوونکو د راتلونکي دروازې تړلې، بلکې د ښځینه ښوونکو دنده او د ټولې تعلیمي شبکې توازن یې هم له ګډوډۍ سره مخ دی. دغه راز د ښځو پر کار کولو سخت محدودیتونه ددې لامل شوي چې په مرستندویه ادارو، روغتیایي برخو او شخصي سکتور کې د ښځو ونډه تر ډېره له منځه ولاړه شي، او زرګونه کورنۍ چې د ښځو په عاید متکي وې، له اقتصادي کړاوونو سره لاس او ګرېوان شي. په رسنیو کې د ښځینه ژورنالیستانو حضور په بېسابقه ډول راکم شوی دی؛ ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې یا له دندې ګوښه شوې، یا د امنیتي فشارونو او سانسور له امله اړ شوې، چې مسلک پرېږدي. د مدني ټولنو ښځینه فعالانې هم له دوامدارو ګواښونو، احضار او توقیف سره مخ دي، او ډېری یې د امنیت د نشتوالي او فشار له امله په کورونو کې منزوي ژوند کوي. دغه لړۍ نه یوازې د ښځو فردي ازادۍ را تړي، بلکې د ټولنې په پرمختګ او نوښت هم ژوره منفي اغېزه کوي، ځکه د نیم نفوس د ظرفیتونو او استعدادونو له منځه وړل د ټول هېواد د رکود او انزوا معنی لري.



