غزني کې د طالبانو والي ویاند عزتالله سعیدي ویلي، چې په دغه ولایت کې د صابون جوړولو یوه کارخونه د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې او ۱۸ تنو ته یې مستقیم او لسګونو نورو ته یې غیر مستقیم کاري زمینه برابره کړې. سعیدي زیاته کړه: “د غزني د سیمهییزې ادارې مشرتابه د کارخونو د پراختیا او په مختلفو برخو کې د پانګونې د هڅولو لپاره د دې پروژې ملاتړ کوي. ” نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې سیمهییزه اداره هڅه کوي د پانګوالو لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کولو سره په ولایت کې د اقتصادي پراختیا پروسې ګړندۍ کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه کارخونه په داسې وخت کې خپل فعالیتونه پیلوي، چې د کار فرصتونه رامنځته کول او د کورنیو تولیداتو زیاتوالی د سیمهییزو حکومتونو او اقتصادي ادارو مهم اهداف دي. په لوړ ظرفیت د صابون تولید کولی شي د کورني بازار اړتیاوې پوره کړي او ځینې ورته واردات کم کړي. غزني په وروستیو کلونو کې د خپل جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ظرفیتونو له امله د پانګوالو پام ځانته اړولی دی. په دې ولایت کې د کارخونو او صنعتي پروژو جوړول کولی شي د تولید د زیاتوالي سربېره، د اقتصادي ودې، د بیکارۍ کمولو او د کارګرانو د تخنیکي مهارتونو په ښه کولو کې مرسته وکړي. سیمهییزه اداره هڅه کوي، چې د پانګونې پروسې په اسانتیا او د صنعتي پروژو په ملاتړ سره په دې ولایت کې د اقتصادي پراختیا او پانګوالو د جذبولو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي



