چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو له خوا د «سرپرست» لقب لرې کول؛ سمبولیک بدلون که د مشروعیت لپاره ګام؟

د طالبانو د حاکمیت له څلورمې کلیزې سره هم‌مهاله، د دې ډلې مشر هبةالله اخندزاده په یوه رسمي پیغام کې امر کړی، چې نور دې د وزیرانو او لوړپوړو چارواکو ته د «سرپرست» کلمه ونه لیکل شي. دا تصمیم، چې یوه بڼه‌يي اقدام ښکاري، د ځینو شنونکو په اند هغه هڅه ده تر څو د طالبانو د واکمنۍ ثبات او مشروعیت وښيي. خو د «منځني ختیځ د مطالعاتو انستیتیوت» ارزونه ښيي چې د طالبانو کابینه ۹۵ سلنه له یوه قوم څخه جوړه ده او په دې ترکیب کې هېڅ ښځه شتون نه لري. شنونکي وایي، دا یو‌قومي جوړښت او د نورو قومونو د سیاسي مشارکت د حقیقي میکانېزم نشتوالی، د «ملي یووالي» له شعارونو سره په ټکر کې دی. هبةالله اخندزاده ادعا کړې، چې «اوس د افغانستان د ودانۍ او بیا رغونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او هېوادوال له ژبنیو، قومي، سمتي، حزبي او نورو اختلافونو خلاص شوي دي.» دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې منتقدان تېرو څلورو کلونو ته د ازادیو د ځپلو، د ښځو له تعلیم او کار محرومولو او د سیاسي مخالفانو له منځه وړلو دوره وایي. سیاسي شنونکي باور لري چې د «سرپرست» د لقب لرې کول له واکمنۍ سره په واقعي ډول څه نه کوي، بلکې یوازې هڅه ده څو طالبان یو «پوره حکومت» معرفي کړي. تر هغه چې دا مشري انحصار وي او د خلکو واقعي ګډون په کې نه وي، دا ډول سمبولیک بدلونونه د حکومت او ولس ترمنځ واټن نه کموي.

- Advertisment -spot_img