د اګست څوارلسمه په افغانستان کې د جمهوري نظام له ورستۍ ورځې سره برابره ده. د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د دې ورځې په سبا طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوري نظام سقوط او خپله بریا یې اعلان کړه.
په دې ورځ کابل ظاهراً ارامه و، خو د کابل او ډیری ولایتونو تر پوټکي لاندې د راتلونکي په اړه یو ډول وېره، نا راحتي، ابهام او ګڼې اندېښنې موجودې وې.
طالبانو د اګست په ٦مه لومړی لوېدیځ ولایت نیمروز ته سقوط ورکړ او د نیمروز کابو ټول چارواکي د ابرېشم له پله څخه واوښتل او پرته له جګړې او مقاومت د زرنج ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.
د نیمروز لپاره د جمهوري نظام والي عبدالکریم براهوي د زرنج ښار څخه نېغ پرته له هر راز مزاحمت او مقاومت څخه د ایران خاورې ته واوښت.
خو د ځینو نورو ولایتونو پر مراکزو ډېري سختې نښتې وشوې په ځانګړې توګه د هلمند مرکز د لښکرګاه ښار د ډېرو سختو او خونړیو نښتو شاهد و.
کله چې په لومړي ځل نیمروز ولایت د افغان ځواکونو له مقاومت پرته سقوط شو ، نورو ولایتونو ته یې هم مخه وکړه او هره ورځ پر یو یا دوه ولایتونو طالبان واکمنېدل.
جمهوري نظام له سقوط څخه د طالبانو تر واکمنۍ پورې، د هېواد د شل کلن پوځ له سقوط څخه نیولې، د سیلاب د څپو په شان نورو هېوادونو ته د افغانانو تر کډواله کېدو پورې، دا ټول د ۱۴۰۰ کال له بدلونونو څخه وو، هغه کال چې د نوې پیړۍ پیل هم وه.
بې دلیله نه دي ویل شوي « هغه کال چې ښه وي د پسرلي څخه یې معلوم وي.»
د اګست په ۱۵مه چې د زمري له ۲۴ مې سره برابره وه، د محمد اشرف غني په تېښتې سره له شلو کلونو وروسته جمهوري نظام نسکور شو.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وایي، د داخلي او خارجي لاملونو له امله دغه نظام سقوط وکړ. هغه زیاتوي: « ۱۴۰۰ کال افغانستان لپاره یو تاریخي کال و. ځکه چې د ولسواکۍ له سقوط سره برابره وه. د ولسواکۍ سقوط داخلي او خارجي عوامل درلود.»
له بلې خوا، امنیتي سکتور هم په ۱۴۰۰ کال کې زیانمن شو. له ۳۰۰زرو ډېر امنیتي ځواکونه چې په میلیاردونو ډالر پرې پانګونه شوې وه، ټول په یوه وخت له منځه ولاړل. پوځي کارپوهان وايي چې سرتېرو په زړورتيا سره جګړې ته ودرېدل؛ خو د تېرحکومت مشرانو د رژیم د نسکورېدو مخنیوی ونه



