چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونیسکو : افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې

يونیسکو خبر ورکړی،چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر ښځو د نورو بندیزونو سربېره، په رسنیزه برخه کې هم پر ښځو ګڼ بندیزونه لګېدلي دي. یاد سازمان زیاتوي، چې د دې بندیزونو له امله ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوې دي. د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کولتوري برخې سازمان (یونیسکو) د بیان ازادي او د خبریالانو د خوندیتوب ځانګې مشرې اندریا کایرولا په فرانسه کې د جلا وطنه افغان ښځو د يوې ځانګړې رسنۍ بېګم څخه لیدنه کړې او دا معلومات يې شریک کړي دي. د اندریا کایرولا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې وروسته هغه ښځينه خبريالانې چې د خپلو کورنيو د اقتصادی ملاتړ لپاره یې کار کولو، له دندو وشړل شوې او اوس له سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دي. نوموړې دغه راز ټینګار کړی، چې په دغه وضعیت کې د عامه رسنیو له لارې د ښځو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو چمتو کېدو ارزښت څو برابره لوړ شوی دی. یونیسکو ویلي، چې له پاریس څخه د خپرېدونکې بېګم راډیو د «تبسم خپرونې» څخه دوی مالي ملاتړ کوي او دا یو له هغو خپرونو ده، چې د سپوږمکۍ له لارې د افغانانو تر کورونو رسېږي.

- Advertisment -spot_img