چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مسکو ته د امریکا خبرداری

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د سولې هڅو ته زیان واړوي، دا کار به د مسکو لپاره “سختې پایلې” ولري. ټرمپ همدا راز ویلي، چې په الاسکا کې له پوتین سره د ده غونډه ممکن د اوکراین له ولسمشر سره تر بلې غونډې وروسته وي. تمه کېږي په دې غونډه کې به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی اېښودلو په اړه بحث وشي. ښاغلي ټرمپ په خپلو څرګندونو کې دا پایلې مشخصې نه کړې، خو مخکې یې خبرداری ورکړی و، چې که په الاسکا کې خبرې ناکامې شي، پر روسیه د اقتصادي بندیزونو احتمال شته. د اروپايي ټولنې او اوکراین مشرانو د چهارشنبې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره په یوه مجازي غونډه کې ټینګار وکړ، چې کیف باید د اوربند یا مځکنیو مسئلو په اړه له روسیې سره په هر ډول خبرو اترو کې په مستقیم ډول ښکیل وي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تمه کېږي، چې روسیه به د اوکراین او اروپا له غوښتنو سره په کلکه مقاومت وکړي.

- Advertisment -spot_img