چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

محسن رضایي خپل قزاقي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د تکواندو فدراسیون خبر ورکړی، چې د هېواد ملي لوبغاړي محسن رضایي د تکواندو نړیوالو ازادو سیالیو کې خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لاره ومونده. د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، محسن رضایي خپل قزاقستانی سیال وکټور په پرله‌پسې ډول په دوو رونډونو کې مات کړ او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لار پیدا کړه. د تکواندو نړيوالې ازادې سیالۍ نن د قزاقستان په کوربه‌توب پیل شوې چې له افغانستانه ۱۳ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو او لویانو په کټګوریو کې ګډون کړی دی. د یادونې ده، د لویانو کټګورۍ سیالۍ نن ترسره کېږي او د تنکیو ځوانانو لوبې به سبا ترسره شي.

- Advertisment -spot_img