چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو څلور کلنه واکمني او د زده کړو ماتېدونکې ستنې

طالبانود واک څلور کلونه پوره شول، خو لا هم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دوازې تړلې دي. یعنې ۱۴۶۰ ورځې کیږي چې نجونې د تبعیضي سیاستونو قرباني او له زده‌کړو بې برخې دي. دغه بندیزونو ګڼ شمېر نجونې له رواني او د ژوند له یو لړ نورو ستونزو سره مخ کړې دي. رواني اختلالات، ژور خفګان، د ځان وژنې هڅه او په کم عمر کې اجباري یا په خپله رضا واده ته غاړه اېښودل هغه عمده اغېزې دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته ډېر شمېر نجونې ورسره لاس او ګریوان دي. شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو له بندېدو سره سم د دولتي او خصوصي مدرسو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، په دغو مدرسو کې نجونو ته تر ۱۲ ټولګي درس او د ښوونځي سند ورکول کیږي، دا چې د درسي نصاب تمرکز یې په مذهبي مضامینو او مسایلو دی، طالبانو د فعالیت اجازه ورکړې. ځيني خپاره شوي ارقام ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې د نجونو او هلکانو لپاره څه دپاسه ۲۱ زره دیني او جهادي مدرسې جوړې شوي، دا مدرسې پخپله د طالبانو د بېلابېلو کلیدي غړو او د دوی همفکره شخصي خلکو له لوري فعالې شوې دي. د نجونو بندو ښوونځیو او پوهنتونونو پر ځای د دیني مدرسو ډېرېدو ټولنیزې فعالانې اندېښمنې کړي دي. د اګسټ ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو څلور کلونه پوره شول، خو لا هم طالبان د نجونو د زده کړو د وضعیت معلومولو په اړه چوپه خوله دي. د طالبانو له واکمنېدو وړاندې په هېواد کې ۳۶ سلنه ښځینه ښوونکې وې چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو په تړل کېدو سره دا شمېر خورا ډېر را کم شو او زرګونه ښوونکې وزګارې شوې. شمېرې ښیي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وړاندې ټولټال ۹.۳ میلیونه زده کوونکي چې ۳.۷ میلیونه یې نجونې وې ښوونځیو ته تلل، چې د سلنې په حساب ۶۰ سلنه هلکان او ۴۰ سلنه نجونې وې، همدا راز ۱۷۴ زره محصلین په پوهنتونونو کې په لوړو زده کړو بوخت وو چې ۳۶ زره ۵۰۰ یې نجونې وې، دغه شمېر ۷۹ سلنه هلکانو او ۲۱ سلنه نجونو جوړاوه خو د ۲۰۲۱ز کال له اګسټ راهیسې څه باندې ۱.۵ میلیونه نجونې ښوونځي ته له تګه بې برخې دي او هر کال زرګونه نجونې دې شمېر ته ور اضافه کيږي.

- Advertisment -spot_img