د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو ان ومن) په یوه تازه راپور کې ويلي، چې دا ډله «تر بل هر وخت» له عمومي ژونده د ښځو بشپړ حذفولو ته نږدې شوې ده. دغه راپور چې د اګسټ په ۱۲ دوشنبه، د ځوانانو په نړیواله ورځ خپور شوی، د افغان ښځو پر ژوند د طالبانو د محدودونکي سیاست عواقب يې څېړلي او اوسنی وضعیت يې «د بشري حقونو یو بې مخینې بحران» بللی. د راپور په سر کې راغلي،چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه طالبانو د لسګونو فرمانونو او دستورالعملونو په وضع کولو عملاً ښځې له لوړو او منځنيو زده کړو، په ډېری برخو کې له کار، بې له محرم څخه سفر او په ټولنيزو سیاسي فعالیتونو کې له ګډونه محرومې کړې دي. د ملګرو ملتونو د موندنو پر بنسټ، یاد محدودیتونو نه یواځې د ښځو د حقونو صریح نقض دی، بلکې د هېواد پر اقتصاد، رواني او ټولنيزې ثبات یې هم ژور اغېز کړی دی. د فرانس پرس خبري اژانس پر حواله، سیما بحوث د یو ان ومن اجرایي مدیرې ویلي: «طالبانو له عمومي ژونده د ښځو د بشپړ حذفولو په لور روان دي او دې مسئلې ته باید پر نړیواله کچه پام وشي» هغه ټینګار کوي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې دا ډول اقدامات د «څو لسیزو شا ته د ورګرځېدلو» په معنی دي او نړیواله ټولنه باید د دغه بد وضعیت د بدلولو لپاره همغږی فشار وارد کړي. په دغه راپور کې دښځو د حقونو د نقضولو څو مواردو ته نغوته شوې، چې له دې جملې په ښځینه غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر فعالیت بندیزونه، د ښځينه حقونو د پوښښ په مسائلو کې پر رسنیو د طالبانو شدید محدودیتونه او د ښځو د حقونو د فعالانو نیول کېدل دي. یو این ومن خبرداری ورکړی، چې دا ډول شرایط د افغانستان پر راتلونکو نسلونو اوږدمهاله او نه جبرانېدونکي عواقب درلودلی شي. راپور هغو نورو هېوادنو ته په اشارې، چې دا ډول محدودیتونه يې اعمال کړي ویلي، تر داسې دورو وروسته په ټولنه کې د ښځو د رول بیا رغول ډېر ستونزمن او وخت نیونکی وي. دا تازه راپور داسې مهال خپرېږي چې طالبانو په تېرو کلونو کې تل د ښځو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د اړوندو سازمانونو راپورونه «سیاسي»او «غیر مسئولانه» بولي او رد کړي يې دي.



