چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان لوبغاړي د قزاقستان ازادو سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د تکواندو فدراسیون خبر ورکړی، چې افغان ملي لوبډله د تکواندو په نړیوالو ازاده سیالیو کې د ګډون په موخه د قزاقستان پر لور روانه شوه. د افغانستان د تکواندو فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ويلي، د هېواد د تکواندو ملي لوبډله کې ۱۳ لوبغاړي او ۲ روزونکي شامل دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان لوبډله به د تنکیو ځوانانو او لویانو په دوو کټګوریو کې دغو سیالیو کې ګډون وکړي. د تنکیو ځوانانو ډله کې فردوس بهاوي، تمیم‌الرحمان رحماني، محمد متین اميني، حکم‌الدین اکید، باسط صوفي‌زاده، سدیس سکندر شامل دي. د لویانو ډله کې بیا احسام رحيمي، ازادبیګ نوروزي، محسن رضایي، حکمت‌الله زین، بیژن صدرزاده، امید سهاګ، محمد اشرف شکران او علي‌اکبر امیري شامل دي. د تکواندو فدراسیون د معلوماتو له مخې د سیالیو د مهال‌وېش له مخې، د اګست په ۱۳مه به د لویانو د ټولو وزنونو وزن اخیستنه ترسره شي او د دغو اتو وزنونو سیالۍ به د اګست په ۱۴مه په یوه ورځ ترسره کېږي. د تنکیو ځوانانو وزن اخیستنه به سبا د اګست په ۱۴مه او ټولې سیالۍ یې د اګست په ۱۵مه ترسره شي. د یادولو ده، چې د  قزاقستان د تکواندو په ازاده سیالیو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ تر ۷۵۰ ډېر لوبغاړي برخه اخلي.

- Advertisment -spot_img