چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کندهار کې د انځرو حاصلات ډېر شوي

کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسئولينو خبر ورکړی، چې سږ کال دغه ولایت کې د انځرو حاصلات ۱۳۵ زره ټنه اټکل شوي چې شاوخوا ۴۰ سلنه ډېروالی ښيي. د ياد ریاست متخصص ایمل حکیمي د انځرو حاصلاتو زیاتېدو لامل، د ناروغیو او افتونو کموالی او د هوا مناسب شرایط بللي. حکيمي ویلي، دامهال کندهار کې د انځرو کرنیزه ځمکه ۱۵ زره هکتار ته رسېږي، چې سږ کال یې اټکلي حاصل ۱۳۵ زره ټنه ښودل شوی او دا شمېره د تېر کال په پرتله شاوخوا ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړی متخصص زياتوي: « د انځرو سږنيو حاصلاتو تر ډېره په دامان، ډنډ، پنجوایي، ارغنداب، شاولیکوټ، نېش، میانېشن او خاکریز ولسوالیو کې ښه پایله ورکړې. د ناروغیو، افتونو او غیرموسمي بارانونو کموالي د حاصل په کیفیت او کمیت دواړو مثبت اغېز کړی.» خو کندهار کې بڼوال بیا ټینګار کوي، چې د صادراتو او بازار موندنې د نشتون له امله ښايي ډېری حاصلات د ټیټې بیې په بدل کې وپلورل شي. د اقتصادي شنونکو په باور، د انځرو او نورو میوو د حاصلاتو زیاتوالی کولی شي د کندهار د بڼوالو او بزګرانو عاید لوړ کړي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد د کرنیزو صادراتو کچه لوړه کړي. خو هغوی هم اندېښنه ښيي، چې که د بازار موندنې، قیمتونو او صادراتو مدیریت ونه‌شي، د حاصلاتو زیاتوالی به یوازې د ضایع کېدو او ټیټې بیې لامل شي.

- Advertisment -spot_img