په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ويل،ي چې په افغانستان کې نارسمي استوګنځایونو د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ژوند سخت کړی دی. دغه پروګرام پر خپل اېکس پاڼه یو ځل بیا له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې، چې په دغو سیمو کې ښځې او نجونې د لومړنیو خدمتونو، په ځانګړې توګه د اوبو له کمښت سره مخ دي. دغه پروګرام له دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د ښاري نفوس نږدې ۴۰ سلنه په کابل کې ژوند کوي او ډېری یې په نارسمي استوګنځایونو کې اوسي. د دغه پروګرام پر وینا، ډېری راستنېدونکي په نار رسمي استوګنځایونو کې ځای پر ځای کېږي.



