د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروث سوشیال لیکلي، له پلازمېنې واشنګټن څخه هغه کسان باسي، چې بې کوره دي. د رویټرز خبري اژانس پر حواله، تر دې دمه د دې پلان وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو یوه امریکايي چارواکي ورته منلې، چې ټرمپ د دې کار لپاره سلګونه د ملي ګارډ سرتېري ځای پر ځای کوي. ټرمپ په ټروث سوشیال لیکلي، «بې کوره خلک باید سمدستي له ښاره ووځي، موږ درته د اوسېدو ځای درکوو، خو له پلازمېنې لېرې.» نوموړي همدې کرښو سربېره زیاته کړې، «مجرمانو ته اړتیا نه شته چې ووځي، تاسې به بندیان شئ.» سرچینې په همدې اړه راپور کې ویلي، ټرمپ روانه اوونۍ په واشنګټن کې د تاوتریخوالي بندېدو په موخه غونډه جوړوي،خو معلومه نه ده، چې د بې کوره خلکو اېستلو موضوع به په کې مطرح شي یا نه. امریکا کې له بې کوره خلکو سره د مرستې یوې ادارې یاد اژانس ته ویلي، واشنګټن کې شاوخوا ۷۰۰ زره نفوس ژوند کوي له دې ډلې یوازې د ګوتو په شمار سلنه یې بېړنیو سرپنا یا لنډ مهالي استوګنځیو کې ژوند کوي. د امریکا د ولسمشر له لوري دا موضوع وروسته له هغې راپورته شوه، چې یو ځوان دولتي کارکوونکی واشنګټن کې د نامعلومو کسانو له لوري ډبول شوی و. د سپنې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، فدرالي ځواکونو د ځینو تورن مجرمینو دوسیې څېړلې په خبره یې، ځینو یې بې اجازې وسلې لرلې او ځینو یې پر لغوه شویو جوازونو موټر چلول.



