د الجزیزې خبري شبکې عربي ژبې ژورنالست انس الشریف او د هغه یو بل ژورنالست ملګری او درې د ویډیو برخې همکاران د اسرائیل په برید کې وژل شوي. الجزیرې پر خپله ویبپاڼه د خپلو پنځو کارکوونکو وژل تائید کړي او ویلې یې دي چې د اسراییل پوځ هدفي برید پرې کړی دی. د الجزيرې ټلوېزیوني شبکې خبر ورکړی، چې دوه خبریالان او درې فلم اخيستونکي يې په غزه کې د اسرائیلي رژیم په برید کې وژل شوي دي. الجزیرې ټلویزیون ویلي خبریالان یې انس الشریف او محمد قریقع پرون یکشنبه د اسرائیل په هدفي برید کې وژل شوي دي. ابراهیم ظاهر، محمد نوفل او مومن الیوا د خبري ټیم ویډیو ژورنالستان بلل شوي، چې په وژل شویو کې شامل دي. د الجزیرې دغه خبري ټیم تر ډېره د غزې له شمالي برخې په عربي ژبه راپورونه چمتو کول. فرانس پریس لیکلي، دغه خبریالان په خپله کاري خیمه کې وو چې تر برید لاندې راغلل. اسرائیل رژیم د الجزیرې پر خبریالانو برید تائید کړی او خبریال انس الشریف یې ” د خبریال په جامه کې ترهګر” بللی دی. د اسرائیل پوځ پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي، چې الشریف د حماس ډلې د یوې ترهګریزې هستې مشري کوله او پر اسراییل د توغندیزو بریدونو مسئول و. حماس چې غزه کې له اسرائیلي رژيم سره جګړه کوي، د امریکا او متحده ایالتونو له خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي. خو الجزیرې خبري شبکې دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي، الشریف هغه خبریال و چې د غزې د خلکو د وضعیت خپرولو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و. له کله چې د غزې جګړه پيل شوې، د الجزیرې خبري شبکې ۱۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په کې وژل شوي دي. په غزه کې د تاوتریخوالي دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه ځانګړې غونډه کې غزه کې د عملیاتو د پراخولو طرحه په کلکو ټکو وغندله. ملګري ملتونه وایي، د غزې د دوه کلنې جګړې له امله د دغې تړانګې نژدې هر اوسېدونکی له خپلې سیمې بې ځایه شوی او بشري ملاتړ ته اړتیا لري.



