د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یوې کمېټې له خوا د کورنیو او بهرنیو ډاکټرانو د فعالیت د تنظیم په خاطر له ټولو خصوصي روغتیايي مرکزونو د نظارت د پیل خبر ورکړی. د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دغه نظارت اوس په کابل کې پیل شوی او وروسته به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. سرچینه وايي، دغه لړۍ کې به د خصوصي سکټور د ټولو روغتونونو د کورنیو او بهرنیو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت اسناد و ارزول شي. یاد وزارت زیاتوي چې سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ شي. د نظارت دا لړۍ داسې مهال پیلېږي، چې دمګړۍ د هېواد د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د خصوصي او دولتي روغتیایي سکټوره شکایتونه کېږي. عام خلک وایي، حاکم نظام باید د ډاکترانو په جامه کې هغه ظالمان په سزا ورسوي، چې له اسنادو پرته د خلکو له ژوند سره لوبې کوي. دوی تمه لري، چې د طالبانو د نظارت دا لړۍ به په خصوصي روغتیایي سکټور کې د ظلم او زیاتي مخنیوی وکړي او سرغړونکي به په سزا ورسېږي.



