د خوست ولایت ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ځوانانو د ځان وژنې لړۍ روانه ده او تازه په یوه بله پېښه کې یو ځوان د توپک په وسیله خپل ژوند پای ته رسولی دی. دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې پرون هم په دغه ولایت کې د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ او یو ۱۳ کلن هلک د ځانوژنې خبر هم ورکړل شوی و. ځایي سرچینو ویلي، چې یاده پېښه نن دوشنبې د خوست ولایت د تریزیو علیشیرو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د سرچینو پر وینا، یو ځوان چې بلال نومېږي او د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی و، پر ځان د توپک ډز کړی او سملاسي مړ شوی دی. سرچينه وايي د بلال د ځان وژنې دقیق علت تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو په سیمه کې خلک وایي چې د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د راتلونکي په اړه د ناهیلۍ زیاتوالی د دې ډول پېښو له اصلي لاملونو څخه دی. په افغانستان کې د ځوانانو د ځان وژنې پېښې په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیاتې شوې دي. د بشري حقونو بنسټونه، د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، رواني فشارونو او د راتلونکي په اړه د ناهیلۍ زیاتوالی، د دغو پېښو اصلي لاملونه بولي. په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت د دغو پېښو د مخنیوي لپاره پر رسنیو بندیز لګولی، چې د دغو پېښو د خپرېدو مخه ونیسي.



