دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لوګر کې تازه واده شوې ښځې ځان وژنه کړې

لوګر ولایت کې ځايي سرچینې د یوې ښځې د ځان وژنې خبر ورکوي. سرچینې وايي، دغه ښځه تازه واده شوې وه او د کورني تاوتریخوالي له امله یې ځان وژنه کړې ده. د ځايي سرچینو پر وینا، دا پېښه نن دوشنبه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په معروف کلي کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاتوي چې دغه ښځه شاوخوا شل ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ له یوه ډلګي مشرته واده شوې وه. د سرچینو په ادعا، د کورني تاوتریخوالي او سخت چلند له امله هغې د توپک په ډز ځان وژلی. د یادونې ده چې له دې وړاندې هم ځینې راپورونه خپاره شوي، چې په کې تازه واده شوې ښځې د رواني فشارونو او تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې. په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو موضوع څو ځله د بشري حقونو د مدافع سازمانونو له خوا د اندېښنې وړ بلل شوې ده. د ښځو د حقونو فعالان وايي، په ځینو سیمو کې د سخت کورني چلند او ټولنیزو فشارونو له امله د ښځو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي. د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د ښځو پر مخ ګڼې ټولنیزې، تعليمي او کاري دروازې تړل شوي، چې د ناوړه چلند او رواني فشارونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې راپورته کوي. د طالبانو د حکومت مسئولینو او یا سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img