د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولينو خبر ورکړی، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۴ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې ده. د یاد وزارت ویاند خبیب غفران افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې دغه خبره وکړه. نوموړي زیاته کړې، چې یاد شمېر سیلانیان د سیاحت په خاطر افغانستان ته راغلي او دلته یې له بېلابېلو سیمو لیدنې کړي دي. غفران ویلي، دوی د ګرځندویانو لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څلور هوټلونه جوړ کړي او د څلورو نورو جوړولو پلان هم لري. طالب چارواکو د افغانستان طبیعي ښکلاوې، اوسنی د امنیت ټینګښت،تاریخي او کلتوري سیمې هغه څه یادوي، چې له امله یې د نړیوالو سیلانیانو پام افغانستان ته را اوښتی دی.



