چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له پاکستان سره د امريکا يارانه؛ عاصم منير بيا امريکا ته تللی

اکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په درېیو میاشتو کې د دوهم ځل لپاره امریکا ته سفر کړی دی. رسنیو د پاکستاني پوځ په حواله راپور ورکړی، چې د سفر موخه په تامپا کې د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) د قوماندې د بدلون په مراسمو کې ګډون، د پنټاګون، سپینې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت شورا له لوړ پوړو چارواکو سره کتنه او د دفاعي همکارۍ، سیمه‌ییز ثبات او د اقتصادي اړیکو پراخولو په اړه بحث کول دي. هغه مخکې د روان کال په جون کې په پنځه ورځني سفر کې امریکا ته تللی و او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې هم کتلي وو، چې پاکستاني رسنیو د سفر یو له موخو څخه ترورېزم پر وړاندې مقابله بللې وه. همدارنګه، د همدې سفر په جریان کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ یو مهم سوداګریز تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې امریکا ته د وارد شویو پاکستاني توکو تعرفه له ۲۹څخه ۱۹ سلنې ته راټیټه شوه او په بدل کې یې پاکستان د امریکا بازار ته د خپلو تېلو سرچینې چمتو کړې. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان وکړ، چې د دې غونډې په څنډه کې د هېواد د پوځ مشر د دوستو هېوادونو د دفاع له مشرانو سره هم خبرې اترې وکړې. دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او هند اړیکې مخ پر ځوړ دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د روسیې د تېلو د دوامداره پیرودلو په اړه د اجرائیوي امر له لارې په هندي توکو باندې ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده. دا تعرفه به د اګست په ۲۷مه نافذ شي، د ټرمپ اداره له لوړو تعرفو څخه ده او د هند مهم صادرات لکه ټوکر، ګاڼې او د موټرو پرزې په نښه کوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام “غیر عادلانه او غیر معقول” وباله او ویې ویل، چې دا به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره عملي کړي.

- Advertisment -spot_img