چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سهیل فدایي ازادو سياليو کې خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د جوجیتسو پخواني ملي لوبغاړي سهیل فدایي د ازادو سیالیو په یوه لوبه کې خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه. د سهیل فدایي او امریکایي سیال ترمنځ سیالي د ازادو سیالیو په «پي‌اېف‌سي» سازمان کې ترسره شوه؛ فدایي وکولای شول په لومړي رونډ کې خپل امریکایي سیال د سبمېشن له لارې ناک اوټ کړي او لوبه وګټي. د ازادو سیالیو پي‌اېف‌سي سازمان پر خپله فېسبوک‌پاڼه د فدایي د بریا ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي، چې افغانستان ته دې بریا مبارک وي. دغه سیالي د امریکا متحده ایالتونو په تګزاس ایالت کې ترسره شوې ده. د راپورونو له مخې، سهیل فدایي تر دې مهاله څلور ازادې سیالۍ ترسره کړې، چې په څلور واړو لوبو کې یې بریا خپله کړې ده. د یادونې ده، افغان سوک‌وهونکي محمد زکریا زماني بیا تېره ورځ خپل روسي سیال ته ماتې ورکړې وه.

- Advertisment -spot_img