چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي مشرانو پر روسیې د لا زیات فشار غوښتنه کړې

اروپايي مشرانو، وروسته له هغې چې کیف روسیې ته د ځینو ځمکو د ورکولو په هکله د امریکا د متحدو ایالاتو د وړاندیزونو په وړاندې غبرګون وښود یوځل بیا د اوکراین پر ملاتړ ټینګار وکړ. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي د اوکراین د راتلونکې په هکله ” له اوکراینیانو پرته پرېکړه نه شي کېدی. ” په داسې حال کې چې رپوټونه وايي اروپایانو د اوربند لپاره د امریکا د وړاندیز ترڅنګ یو بدیل پلان وړاندې کړی، د فرانسې ، برېتانیا ، جرمني، ایټالیا، پولنډ او فنلنډ مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي: “موږ باور لرو، یواځې هغه تګلاره چې هم فعاله ډیپلوماسي او هم د اوکراین ملاتړ او د روسیې په فدراسیون باندې د دوی د غیر قانوني جګړې د پای ته رسولو لپاره فشار په کې شامل وي بریالۍ کېدی شي.” اعلامیه کاږي، دغو مشرانو موافقه وکړه چې ” قوي او باوري امنیتي ضمانتونو ته اړتیا ده، ترڅو اوکراین وکولای شي، چې په مؤثره توګه د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.” په اعلامیه کې چې د اروپایي کمېسیون د مشرې اورزلا واندرلین لخوا هم لاس لیک شوې راغلي چې “اوکراین د خپل برخلیک د ټاکنې آزادي لري.” د اروپایي مشرانو اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي، چې ټاکل شوې د امریکا او روسیې ولسمشران په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د راتلونکې جمعه په ورځ د متحدو ایالاتو په الاسکا کې خبرو ته سره کېني. دابه په تېرو څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لومړی مخامخ غونډه وي. این بي سي نیوز، د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي او درېیو نورو با خبره منابعو په حواله رپوټ ورکړی و، سپینه ماڼۍ په دې غور کوي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د الاسکا غونډې ته راوبولي. خو رویټرز خبري آژانس وروسته د سپینې ماڼۍ د یو بل چارواکي له قوله ویلي په داسې حال کې چې ټرمپ به په الاسکا کې د درې اړخیزې غونډې لپاره اماده وي، خو د اوس لپاره پلانونه لکه څنګه چې د روسیې د مشر لخوا یې غوښتنه شوې یواځې د ټرمپ او پوتین د خبرو اترو لپاره دي. سره لدې چې زیلينسکی پوتین سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی، خو پوتین تر دې دمه د دغسې یوې غونډې څخه انکار کړی دی.

- Advertisment -spot_img