چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان خبریالانو پر وړاندې ستونزمن او له کړاوونو ډک ژوند

په داسې حال کې، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه د پاکستان او ایران په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې،چې اوس مهال د نورو ستونزو ترڅنګ د جبري اخراج له خطر سره هم مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان ( اې ام ایس او ) وايي په درېیمو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې افغان خبریالان په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. دغه سازمان په یو اعلامیه کې په ایران او پاکستان کې له مېشتو خبریالانو سره له یوې انلاین غونډې وروسته خپره کړې ویلي په دې هېوادونو کې افغان خبریالان د ویزو د نه تمدید، د پولیسو له تاوتریخوالي، امنیتي فشارونو، اقتصادي ستونزو او نورو بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. دغه سازمان ویلي په درېیمو هېوادونو کې د دغه خبریالانو د ستونزو د حل لپاره باید نړیوال بنسټونه د مالي تمویل په چمتو کولو سره مدافع وکیلان وګماري څو د کډوالۍ د قضیو په چټکېدو کې مرسته وشي. په اعلامیه کې راغلي، چې په کوربه هېوادونو کې د خبریالانو د ملاتړ په هدف د ځانګړو فنډونو رامنځته کول او د نړیوالو ملاتړو بنسټونو له لوري د اعتبار پاڼو صادرول نور اړین اقدامات دي، چې کولای شي د خبریالانو وضعیت ښه کړي. په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان خبریالانو یوې ډلې د اګسټ په نهمه په یوه اعلامیه کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د پاکستان په ګډون یې د رسنیو له ملاتړ کوونکو، نړیوالو بنسټونو او کډوال مننونکو هېوادونو غوښتي، چې د خبریالانو د نیولو، شړلو او ځورولو مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي، چې هغوی طالبانو ته وسپارل شي. د یادونې ده چې ایران او پاکستان په وروستیو کې له دې هیوادونو د افغان کډوالو د ایستلو او افغانستان ته د استولو لړۍ لا پراخه کړې ده. د راپورونو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته زیات شمېر خبریالان د بېکارۍ او د طالبانو د حکومت د سیاسي فشارونو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شول او ډېرو یې ایران او پاکستان ته پناه یووړه. د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغان خبریالان له ویرې، نیولو او شکنجه کولو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

- Advertisment -spot_img