چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ د اوکراین جګړې د پایته رسېدو لپاره ګړندي ګامونه اوچتوي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اوکراین جګړې پر پایته‌رسولو د خبرو لپاره به د اګسټ په ۱۵مه د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره مخامخ خبرې وکړي. ډونالډ ټرمپ په خپلو ټولنیزو پاڼو له دې خبر سره یوځای لیکلي، چې د اوکراین د ولسمشر، ولادیمیر زيلينسکي په ګډون د دې جګړې ښکېل اړخونه د اوربند هوکړې ته نږدې شوي دي. د رویټرز په راپور کې د ټرمپ له قوله ویل شوي، چې د مسکو او کي‌یف هوکړه به درې‌نیم کلنه جګړه پایته ورسوي.  له دې مخکې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر روانه اوونۍ له خپل روسي سیال پوتین سره وویني او وروسته د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زيلينسکي سره هم یوه غونډه ولري.  د امریکا ولسمشر د اوکراین جګړې ‘چې مسکو یې په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیات نوموي’ د پایته‌رسولو لپاره هڅې پیل کړې او په دې اړه یې څو ځلې له «پوتین» سره ټليفوني خبرې هم کړې دي.  د ویلو ده چې امریکا په روانه جګړه کې د اوکراین له ټولو زیات او پراخ نظامي ملاتړ کړی او دا تمویل یې لاهم ادامه لري.

- Advertisment -spot_img