چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هلمند کې د یوې کورنۍ شپږو تنو ژوند بایلود

د هلمند د واشير ولسوالۍ مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. د یادې پېښې یوه عیني شاهد او موټرچلوونکي ګل‌احمد ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د واشير ولسوالۍ اړوند په ښوراب سیمه کې د یوه اکوا او ټېلر موټر د ټکر له امله شوې ده. هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې په قربانیانو کې یو نارینه، دوې ښځې او درې ماشومان شامل دي. د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو لا تر اوسه د دې پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

- Advertisment -spot_img