یوه له نويو ځانګړتیاوو څخه چې انسټاګرام تازه معرفي کړې، سمدستي له اعلان وروسته د کاروونکو د امنیت او محرمیت په اړه اندېښنې راپارولي دي. دا ځانګړنه چې “د ملګرو نقشه” (Friends Map) نومېږي، که فعاله وي، ستاسو تعقیب کوونکي کولای شي پر نقشه وویني، چې تاسې په هماغه شېبه کې چېرته یاست. که چېرې تاسې له کوم ځایه پوسټ یا سټوري خپاره کړي وي او ځای مو هم تګ کړی وي، دا نقشه به ملګرو ته وښيي چې تاسې هلته حضور لرلی دی. انسټاګرام ویلي، کاروونکي کولای شي ټاکنه وکړي چې ځاییې یوازې هغو کسانو ته ښکاره شي، چې دوی تعقیبوي او هغوی یې هم تعقیبوي، یا هم یوازې هغو ځانګړو کسانو ته چې دوی غوره کړي. همدا راز هغه ځایونه چې له هغوی څخه مواد خپاره شوي، یوازې تر ۲۴ ساعتونو پورې به ښکارېږي. که څه هم انسټاګرام ویلي چې دا ځانګړنه د خلکو ترمنځ د نږدېوالي لپاره جوړه شوې، خو دا اعلان له سختو غبرګونونو سره مخ شوی او ډېرو یې د امنیتي اندېښنو خبره کړې. ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کاروونکو دا ځانګړنه حتا خطرناکه بللې ده. انسټاګرام ټینګار کړی چې دا ځانګړنه باید کاروونکي په خپله فعاله کړي، خو ځینو راپور ورکړی، چې له اپډېټ وروسته دا ځانګړنه په اوتومات ډول فعاله شوې وه.



