چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د افغان ولس پر وړاندې بې‌درېغه ځپنه روانه کړې

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ د څلورم کال د پوره کېدو په درشل کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: دغه ډلې په تېرو څلورو کلونو کې په ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي، خبریالان یې نیولي او د هر ډول مخالفت غږ یې غلی کړی دی. دغه ادارې “افغانستان: د طالبانو تر واک لاندې څلور کاله وروسته هم بې‌درېغه ځپنه روانه ده.” په نوم په یو راپور کې چې د اګسټ پنځمه خپور کړی لیکلي چې دغه هیواد اوس مهال له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. په راپور کې راغلي، چې دغه کړکېچ د مرسته کوونکو هېوادونو د مرستو د کمېدو او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د پراخه بېرته ستنېدو له امله لاپسې ژور شوی دی. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: “د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په تېرو څلورو کلونو کې ونه توانېدل، چې په افغانستان کې له بشري حقونو د روانو سختو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي. ” په راپور کې دغه شان له اروپايي ټولنې غوښتنه شوې، چې په خپل کلني پرېکړه لیک کې چې ټاکل شوې په سپټمبر میاشت کې د بشري حقونو شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شي د افغانستان لپاره د حساب ورکولو د جامع مېکانیزم د رامنځته کولو وړاندیز وکړي. راپور کې د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله راغلي: ” د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه موږ ته د دوی د ظلمونو شدت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، تریخ یاد راپه زړه کوي.” اغلې عباسي ویلي، حکومتونه باید پر طالبانو فشار واچوي چې له خپلو ځپنو لاس واخلي. د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون چې په ۲۰۲۴ کال کې جوړ شو سخت او ځپونکی بللی او ویلي یې دي، چې طالبان د دغه قانون له مخې په کاري او عامه ځایونو چاپې وهي، عامه ځایونه څاري، د پلټنې پوستې جوړوي چې د خلکو موبایلونه وپلټي او د وسایطو له سپرلیو او پلی تګ کوونکو څخه پوښتنې وکړي. په راپور کې راغلي، چې پر ښځو د طالبانو لګول شویو سختو محدودیتونو بشري او روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاس رسی په جدي ډول محدود کړی دی. په افغانستان کې دننه یو شمېر مېرمنې هم وايي په تېرو څلورو کلونو کې یې لکه په زندان کې، داسې ژوند تېر کړی دی.

- Advertisment -spot_img