د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو اجرایي فرمان صادر کړی، چې له مخې یې د هند پر وارداتي توکو تعرفه ۲۵ سلنه لوړې شوې، د دې لپاره چې هند لا هم له روسیې نفتي توکي رانيسي. د دغه فرمان له مخې، د هند له خوا امریکا ته د وارداتو مجموعي تعرفه ۵۰ سلنې ته رسېږي، چې دا د ټرمپ د حکومت له ټولو لوړې تعرفې بلل کېږي. نوې تعرفه به تر ۲۱ ورځو وروسته، یعنې د اګست پر ۲۷مه (د وږي ۵مه)، عملي شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغه فرمان په غبرګون کې ویلي، چې ډهلي له وړاندې خپله دریځ روښانه کړی او یو ځل بیا یې دا تعرفه «ناانصافه، بېدلیله او غیرمنطقي» بللې ده. په بیان کې راغلي: «د خواشینۍ ځای دی، چې امریکا پر هند اضافي تعرفې لګوي، یوازې د هغو اقداماتو له امله چې نور هېوادونه هم د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ترسره کوي. هند به د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره هر اړین ګام واخلي.»



