د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) پر وینا، افغانستان د څو پوړیزو او سختو وچکالیو کړکېچ سره مخ دي، چې د هېواد په نیمایي ولایتونو کې یې د کرنې او څارویو ژوند ګډوډ کړی دی. شمالي، شمال لوېدیځ او شمال ختیځې سیمې، په ځانګړې توګه بدخشان، بلخ، فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونه له ټولو زیات ځپل شوي دي. وچکالي، د بارانونو کمښت، د واورې د راټولېدو او د نباتاتو فشار سره مل وي، د هغو کورنیو لپاره مستقیم ګواښ دی، چې په باراني کرنه او څارویو پورې تړلي دي. دوامداره وچکالۍ د خاورې رطوبت کم کړی، د څړځایونو کچه یې کمه کړې او کلیوالي اقتصاد یې کمزوری کړی دی. د اقلیم بدلون او اقتصادي بې ثباتۍ د کلیوالي ټولنو وړتیا کمه کړې، چې له دې ستونزو سره مقابله وکړي. فایو دا هم روښانه کړې، چې د څارویو سکتور د پښو او خولې ناروغیو، د اوبو کمښت او د څړځایونو له منځه تلو سره مخ دی، چې د څارویو مړینې، د لویو رمو بیړني پلور او د خوړو او عاید سرچینو له لاسه ورکولو لامل کېږي. د راپور له مخې، له ۷۰ سلنې څخه زیاتو ټولنو راپور ورکړی، چې د دوی د څړځایونو کچه په جدي توګه کمه شوې او ۷۶ سلنې څاروي مړه شوي. باراني کرنه، چې د وچکالۍ ځپلو سیمو لپاره ځانګړې ده، په ډېری سیمو کې ناکامه شوې، په داسې حال کې چې د اوبو لګولو تولید، که څه هم ډېر مقاومت لري، د ځمکې لاندې اوبو د کچې د کمېدو له امله تر فشار لاندې دی. راپور په افغانستان کې د اوبو لګولو سیسټمونو او کرنې بیارغونې ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي. د خوړو او کرنې سازمان د ۵۰۰ کلیو کې د ریموټ سینسنګ معلوماتو او ساحوي سروې ګانو او د ۱۷۵۰ خلکو سره د مرکې په کارولو سره بحران مستند کړی دی. په افغانستان کې د بحران د حل لپاره د اړتیا وړ بسپنې یوازې ۱۵ سلنه چمتو شوې او د نورو زیانونو مخنیوي، د معیشت ساتنې او د راستنېدونکو ملاتړ لپاره د هدفمند مرستې لپاره بیړنۍ اړتیا شتون لري.



