د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې مېشت د پياوار کارتلرونکو افغانانو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د هغوی اېستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي،چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څلور ورځې مخکې اعلان وکړ، د کډوالۍ د ټولو کارتونو د قانوني اعتبار موده د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلې او له دې وروسته به یې لرونکي «غیرقانوني» ګڼل کېږي او باید له دغه هېواده ووځي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، یواېناېچسيار د پاکستان پر هغې پرېګړې اندېښنه څرګندوي،چې له مخې یې هلته مېشت «پياوار» کارتلرونکي افغانان اېستل کېږي. په اعلامیه کې راغلي، دې ادارې په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې د پياوار کارتلرونکو په ګډون د افغانانو د نیولو او توقیف راپورونه ترلاسه کړي دي. سرچینې زیاته کړې، د پياوار کارتلرونکي، کډوال ګڼل کېږي او د هغوی اېستل به د پاکستان د هغو ژمنو ماتول وي،چې د کډوالو منلو برخه کې یې کړې دي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي،چې پاکستان دې ناروغانو، زدهکوونکو او هلته واده کړو افغانانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي،چې افغانستان ته د افغانانو ستنېدنه باید داوطلبانه، خوندي او په باعزته توګه ترسره شي. هغه ویلي، چې د تېر کال په جریان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې (POR) کارتونه چې نږدې ۱،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې تمدید شوي دي. د یادونې ده، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو د زمري په اتمه د یو کلنو لاستهراړونو د تشریح پرواګرم کې ویلي،چې د تېر کال په جریان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې (POR) کارتونه چې نږدې ۱،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې پورې تمدید شوي دي.



