نن د اګست شپږمه د اټومي بم د لومړي برید ۸۰مه کلیزه ده. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اټومي بم د لومړی ځل لپاره په ۱۹۴۵کال کې د سهار په ۸:۱۵ دقیقو کې د امریکا یوې B-29 بم وړونکې الوتکې، چې ۱۰زره پونډه یورانیم په کې ځای پرځای شوي وو د جاپان پر هیروشیما ښار وغورځاوه. د دغه بم په برید کې شاوخوا ۷۸زره تنه ووژل شول چې د همغه کال ترپایه د وژل شویو تنو شمېر ۱۴۰ زره تنو ته پورته شو. له دې برید وروسته امریکا د اګست په نهمه یو بل اټومي بم د جاپان په ناګاساګي ښار وغورځاوه چې تر ۷۰زرو ډېر تنه په کې ووژل شول. جاپان له دې بریدونو وروسته د اګست په ۱۵مه تسلیم او ورسره دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.



