په هرات کې د خطاطانو د ټولنې په همکارۍ د کوفي خط لومړی نندارتون د دوشنبې په ورځ پرانیستل شو. په دې نندارتون کې د کوفي خط پنځه څلویښت ډوله هنري اثار راغونډ شوي، چې په ځانګړې ډول د لومړۍ هجري پېړۍ د هنر استازیتوب کوي. دا نندارتون به د پنجشنبې ورځې تر اخره د هرات ښار په علامه صلاح الدین سلجوقي تالار کې پرانیستی وي.



