د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د اوکراین عسکر د هېواد په شمال ختیځ کې له بهرنیو کرایي جګړه مارانو سره په جګړه بوخت دي. د زیلینسکي پر وینا دا جګړه ماران له بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان، چین او د افریقا له ځینو برخو ورغلي دي. د اوکراین ولسمشر تر دې مخکې هم مسکو تورن کړی و، چې د اوکراین پرضد جګړه کې د چینایي جګړه مارو ګمارنه کوي، خو پیکنګ دا تورونه رد کړې دي. رویټرز اژانس څرګندوي، چې ښاغلي زیلینسکي د اوکراین په شمال ختیځ کې په خارکیف کې د جګړې له کرښې څخه تر لیدو وروسته په ایکس کې ولیکل چې د دوی پوځیان د چین، تاجيکستان، ازبيکستان، پاکستان او د افریقایي هیوادونو د کرایي جګړه مارانو راپورونه ورکوي، چې دا کسان به بې ځوابه پاتې نه شي.



