د افغانستان لپاره د امریکا پخواني د سولې استازي زلمي خلیلزاد، د عینک مس له تاریخي سیمې څخه کابل ته د ۱۴۳۰ ټوټو تاریخي آثارو پر لېږد باندې سخته نیوکه کړې ده. خلیلزاد پر ټولنیزې شبکې ایکس لیکلي، داسې بدیلې لارې شته چې هم د دې تاریخي ځای د ساتنې سبب کېدای شي او هم د مسو استخراج ته زمینه برابروي. هغه ویلي، چینایان د افغانستان فرهنګي میراث ته پام نه کوي او کېدای شي طالبان له بدیلو لارو بېخبره وي. خلیلزاد لیکلي: «که څه هم بدیلې لارې ممکن په لومړیو کې لګښت ولري، خو افغانستان به په اوږدمهال کې د یوې سترې تاریخي سیمې په توګه د ګرځندوی د جذبولو یو مهم فرصت له لاسه ورکړي.» هغه د عینک مس د تاریخي آثارو لېږد «یو مخنیوی کېدونکی ناورین» بللی. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي بیا وايي، د دې آثارو لېږد د پاککارۍ، ترمیم، وقایې، تثبیت او ثبت لپاره شوی، تر څو وروسته موزیم ته د تلپاتې ساتنې او نندارې لپاره وسپارل شي.



