د روسیې په لیرې خیتځ کامچاتکا کې د وروستۍ زلزلې له امله له پنځو پېړيو وروسته اورشیندی یا اتشفشان فعاله شوی دی. په روسیه کې د اورشیندي پېژندنې نړیوال پروګرام ويلي، دغه اورشیندی د وروستي ځل لپاره په ۱۵۵۰ کال کې په دې سیمه کې رامنځته شوی و. د کامچاتکا د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي، له کراشنینکوف اورشیندی پورته شوی، چې د ایرو لوخړه يې ۶کیلو مټره لوړه ده چې خیتځ ته د ارام سمندر پر لور روانه ده. روسي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې د چهارشنبې ورځې له ۸ اعشاریه ۸ درجې زلزلې وروسته ښايي په سیمه کې د څو اوونیو لپاره له زلزلې وروسته ټکانونه پېښ شي. د یکشنبې پر ورځ ۸ اعشاره ۸ درجې زلزلې د کوریل ټاپوګان ولړزول. دا زلزله، چې د کامچاتکا ټاپووزمې په پتروپاولوفسک کې وشوه، له ۲۰۱۱ م کال راهیسې دغلته د شویو زلزلو تر ټولو ځواکمنه هغه وه. له دې ځواکمنې زلزلې وړاندې په ۲۰۱۱م کال کې په جاپان کې د ریښتر په ۹اعشاره ۱درجه زلزله شوې وه چې څه باندې ۱۵زره تنه په کې وژل شوي وو.



