چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې د کرېکټ یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۰مه خوست کې د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو په ګډون اتم پړاو د کرېکټ لېسټ اې سیالۍ پیلېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ په خبرپاڼه لیکلي، چې د کورني کرېکټ څانګې له کلني پلان سره سم د زونونو په کچه اتم پړاو د کرېکټ لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. خبرپاڼه کې راغلي، چې د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۰مه پیل او د راتلونکې سپټمیرمیاشتې تر شپږمې به د خوست په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې دوام ولري. کرېکټ بورډ ویلي، په یادو سیالیو کې به د هېواد د پنځو زونونو څخه بند امیر، مس عینک، بست، امو او سپین غر لوبډلې ګډون ولري. سرچینې لیکلي، د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۶ لوبې ترسره کړي، چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د سپټمبر میاشتې په ۶مه کېدونکې پای‌لوبې ته لاره ومومي. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اتم پړاو لېسټ اې یو ورځنیو سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرېکټ ګڼ شمېر مخکښ او غوره لوبغاړي ولوبېږي. دا سیالۍ داسې مهال ترسره کېږي، چې تېره اوونۍ د شپږیزې کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د امو نهنګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

- Advertisment -spot_img