د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي، د یمن په سواحلو کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۶۸تنه مړه او ۷۴ نور نادرکه دي. د دغې ادارې په ټکو په بېړۍ کې سپرو کډوالو غوښتل ځانونه د عربو مالدارو هېوادونو ته ورسوي. په یمن کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر اسوشتید پریس خبري اژانس ته ویلي، په بېړۍ کې ۱۵۴تنه سپاره چې ډېرۍ د اتیوپی اتباع وو. د هغه په خبره، د ۵۴ډوب شویو تنو جسدونه يې موندلي او ۱۴نور کسان لا نادرکه دي. له دغې پېښې ۱۲تنه ژوندي پاتې او د دې احتمال شته چې ناردکه کسان مړه وي. بل پلو، رویترز خبري اژانس ويلي، په بېړۍ کې ۱۵۰تنه سپاره وو چې یوازې نهه يې ژوندي پاتې دي. له دې وړاندې د یمن په سواحلو کې د یوې بلې بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې دوه تنه مړه او ۱۸۶ نور ناردکه شوي وو.



