په غزني کې د خوشحال راډیو مسئول مدیر سلیمان راحل له شاوخوا درې میاشتني زندان وروسته ازاد شوی دی. یوې ځایي سرچینې پرون شنبه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې راحل د زمري میاشتې په ٩مه خوشی شوی دی. راحل د روان لمریز کال د ثور په ۱۵مه غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او وروسته ” د طالبانو د حکومت په ضد تبلیغ” په تور درې میاشتې زنداني شو. د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې ورسره بندي یو شمېر نور خبریالان هم ازاد کړي. د خبریالانو د دفاع دغه بنسټ ویلي، دا مهال شاوخوا ١٠ خبریالان د طالبانو په زندانونو سختې شیبې تېروي.



