چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان مېرمنو پر وړاندې د لوږې او خوارځواکۍ ګواښ

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، ښځې، ماشومان او راستنېدونکي له ټولو زیان منونکي دي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) پر وینا، په افغانستان کې په ميلیونونو خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او یاد سازمان په بیړني ډول ۵۳۹ ميلیونو ډالرو ته اړتیا لري، ترڅو په راتلونکو شپږو میاشتو کې دوی ته مرستې چمتو کړي. د سازمان د چارواکو پر وینا، د کافي مالي سرچینو نشتوالی کولی شي د خوړو د مرستې وېش ودروي او د ميلیونونو کورنیو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي. د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې ښځې، ماشومان او راستنېدونکي په دې بحران کې له ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. دغه سازمان په نړیواله ټولنه غږ کړی، چې ژر تر ژره اړینې مالي سرچینې چمتو کړي ترڅو د وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي. د یادولو ده، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ډېری بحرانونو لکه وچکالۍ، بې کارۍ، پراخه غربت او د بهرنیو مرستو کمښت سره مخ شوی. نړیوالو سازمانونو په مکرر ډول خبرداری ورکړی، چې که بشري مرستې کمې شي، نو میلیونونه افغانان به د قحطۍ او خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ شي.

- Advertisment -spot_img