چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د شیدو ورکوونکو میندو پر ملاتړ د يوناما ټينګار

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي، چې افغان ميندې په هر وخت او ځای کې ماشوم ته د شیدو ورکولو په پار د ملاتړ وړ دي. یوناما دا څرګندونې «ماشوم ته د مور د شیدو ورکولو نړیوالې اوونۍ» په مناسبت کړې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویاړي، چې له ميندو ملاتړ کوي او ماشوم ته شیدې ورکول د یوې سالمې راتلونکې بنسټ ګڼي. نوموړي دفتر زیاته کړې، چې د مور شیدې نوزيږي ماشومان له ژوند ګواښوونکو ناروغیو ساتي. ماشوم ته د مور د شیدو ورکولو نړیواله اوونۍ هر کال د اګست له لومړۍ تر اوومې نمانځل کېږي. د یادونې ده چې په افغانستان کې میندې روغتیايي خدماتو ته د محدود لاسرسي، له زیږون وروسته د اړینې پاملرنې نشتوالي او د ماشومانو د مړینې لوړې کچې ته په کتو له جدي ننګونو سره مخ دي.

    - Advertisment -spot_img