چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حماس: د اسرائیلو د اشغال پر وړاندې به تر وروستۍ سلګۍ جنګېږو

حماس ډلې په خپره کړې، خبر پاڼه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د فلسطین د خلکو وسله واله مبارزه د هغوی مشروع، ملي حق دی او تر هغه چې د صهیونیستي رژیم اشغال پای ته نه وي رسېدلی مقاومت ته به دوام ورکوو. په اعلامیه کې راغلي: “د مقاومت او د وسلو لرل یوازې زموږ د خلکو د بقا او ازادۍ لپاره نه، بلکې یو داسې حق دی، چې نړیوالو تړونونو او اصولو هم منلی دی او هېڅوک یې ترې نشي اخیستلی.” حماس زیاته کړې، چې د مقاومت لاره به هېڅکله پرېنږدي، تر هغه چې د فلسطین ټول تاریخي او ملي حقونه بېرته ترلاسه نه کړي، چې په لومړي سر کې یې د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړول شامل دي. دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د مقاومت او صهیونیستي ځواکونو ترمنځ جګړه لا هم په شدت روانه ده.

- Advertisment -spot_img