د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی، چې د «چیکونګیا» ویروس په سویلي چین په ځانګړې توګه د «ګوانګدونګ» ولایت په فوشان ښار کې په چټکۍ سره خپرېږي. د ۲۰۲۵ کال د اګست تر لومړۍ نیټې پورې، د چین په ګوانګدونګ ولایت کې د چیکونګیا ویروس له ۴۰۰۰ څخه ډېرې پیښې راپور شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان پر وینا، تر دې دمه په ۱۱۹ هېوادونو کې د ویروس مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د چټک خپرېدو له امله WHO د نړیوال خبرداری ورکولو ته اړ شوی دی. دا ویروس د ایډز مچیو لخوا لیږدول کېږي، د لوړې تبې، د مفصلونو درد او شدید ستړیا په څېر نښې نښانې رامنځته کوي او په ځینو مواردو کې کولی شي د اوږدمهاله معلولیت لامل شي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د خپرېدو اوسنی نمونه د ۲۰۰۴-۲۰۰۵ کال د وبا سره ورته ده چې د هند سمندر په ټاپوګانو کې پیل شوه او په ټوله نړۍ کې یې شاوخوا نیم میلیون خلک اخته کړل. دا ویروس په افریقا کې ماداګاسکار، سومالیا او کینیا، او په سویل ختیځ اسیا کې هند، سریلانکا او بنګله دېش ته هم خپور شوی دی. په اروپا کې، په فرانسه او ایټالیا کې د سیمهییز لیږد قضیې راپور شوي دي. چیکونګیا کومه ځانګړې درملنه نه لري او د مچیو د چیچلو څخه د ساتنې له لارې مخنیوی، لکه د جالونو او حشراتو ضد درملو کارول، کلیدي دي. د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونوغوښتي، چې د څارنې پیاوړتیا، د روغتیايي کارکوونکو روزنه او د مچیو کنټرولولو له لارې د بلې نړیوالې وبا مخه ونیسي.



