جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه

اوکرایني چارواکو خبر ورکړی، چې د روسیې له لوري پر کیف د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پرله‌پسې بریدونو له امله ۲۸ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي له دې وړاندې په خپله شپنۍ وینا کې د ۱۴ تنو د وژل کېدو راپور ورکړی و او ویلي یې وو، چې د ژغورنې عملیات تر ماښامه روان وو. د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، له ۱۲۰۰ ډېر پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته ورغلي دي. زېلېنسکي زیاته کړې چې لاهم لسګونه  کسان روغتون کې بستر دي. د اوکراین د ژغورنې ادارې ویلي، چې په ټپیانو کې ۱۶ ماشومان دي، چې د جګړې له امله د ماشومانو د ټپي‌کېدو له ټولو لویه پېښه ده. د اوکراین ولسمشر له دې وړاندې ویلي چې روسیې د شاوخوا ۳۰۰ ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي. بل‌خوا د روسیې دفاع وزارت مسئولینو ويلي چې د اوکراین پوځ هوايي ډګرونه او د مهماتو زېرمې یې، په نښه کړي دي.

- Advertisment -spot_img